-
زموږ د باچا خان خبری. د کتاب ډاونلوډ
ټولونه يحيی وردک
خپرندوی د افغانستان معلوماتي مرکز، افغانيک
چاپشمير ١٠٠٠ ټوکه
چاپکال ٢٠٠٨ ميلادي، ١٣٨٧ لمريز
چاپځای بن ښار، جرمني
بيه دوه ايرو
د افغانستان کلتوري وډې ټولنې لخوا د باچا خان د امن او عدم تشدد ستر مبارز سمينار کې د يحيی وردک وينا
-
مهاتما گاندي او باچا خان ته دې د نوبل د سولې جايزه ورکړل شي

-
»مسووليت زموږ د هېوادونو د مشرانو او هغو خلکو په غاړه نه وي چې د يو ځانگړي کار دپاره مقرر او ټاکل شوي وي. دغه مسووليت د هر چا سره دی. «دلاي لاما
مهاتما گاندي ته هېڅکله د نوبل د سولې جايزه نه ده ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د هغهء نوم د سوله يزو هلو ځلو دپاره يو مترادف نوم گرځېدلی دی. د گاندي نژدې ملگری باچا خان په اسلامي نړۍ کې لومړنی د عدم تشدد لارښود گڼل کيږي چې د خپل عمر ډېره برخه يې د سولې او د پښتنو د ښېگړې لپاره وقف کړی و. په گډه بايد هڅه وشي چې د دغو دواړو سترو لارښوونکو ارزښتناکه کړه وړه هېر نه شي. نو له دې کبله گاندي او باچا خان ته دې د سولې د نوبل جايزه ورکړل شي. دغه غوښتنه د يوې بين المللي کميټې لخوا وړاندې شوې ده:
www.inthelight.org/gandhikhan/index.html
















