(په هامبورگ کې د افغانستان ۱۶. اونۍ (پنځه ورځنئ سيمينار
ګرانو هيوادوالو،
د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او په هامبورگ کی د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو
آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د ۲۰۱۱ م کال د جولای د پنځه
ويشتمې نيټې څخه د جولای تر نهه ويشتمېنيټې پورې د شپاړلسم ځل لپاره په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې ميشتو افغانانو د ژوند
او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.
سمينار کې لاندي کسان ويناوې کوی:
۱- اماديوس هيمپل: بين الکلتوري تريننګ
۲- يحيی وردک: لوړي زدکړې او د افغانستان پوهنتونوستونځې او د بیا ودانولو هڅې
۳ـ ګیرهارد روس: په افغانستان کی د هوايی ملکی او د آلمان رول او مرسته
۴ـ پروفیسور وقار علیشاه: په پاکستان کی افغان مهاجرين او د پاکستان ـ افغانستان اړيکې
۵- پروفیسور وقار علیشاه: د غفار خان ژوند،هغه زمانه او عدم تشدد
۶- فان ویسلر: د » زما ژوند او جد او جهد « کتاب جرمني ته ترجمه شو
۷- کورتس ـ یاغی: د ۲۸ کلونو څخه وروسته په کابل کی د خپلوخپلوانو سره ليدنه
۸ ـ داکتر دیرکسن ـ کورتس: د افغانستان روغتیايي سيستيم، څرنګه چی موږ ولید
۹ـ مولرـ سونکسن: د آلمان حکومت سیاست د افغانستان په اړوند او آلماني عسکر
۱۰- اماديوس هيمپل: پناه غوښتنه، په آلمان کې اقامت، انتګریشن
۱۱- مولرـ سونکسن: د نيږدی ختيځ په اړوند د آلمان حکومت اوسنی سیاست
۱۲- ګلالی صافی: د افغانستان پارلمان، د سولی پروسه او د ښځو ونډه
۱۳ـ هیمپل: په آلمان کی د مهاجرینو وضع او د دوی سره د مرستو لارې چارې
۱۴ـ هانس دلیري، لیکوال: » زما افغاني زړه» د کتاب معرفی او لنډه لوستنه
۱۵ ـ انجینرقدیر سرور: په افغانستان کی د خټو ودانيو جوړولو کلتور
۱۶ ـ ګروپي کار: په آلمان کی افغان مهاجرين او دوی په افغانستان کی څه رول لوبولی شی؟ آيا دوی خپل کلتور دلته ساتلای شی؟
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بيکارانو لپاره پنځوس يورو ده.
خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بيکارانو د پاره شل
يورو ده . موږ د آلمان د حکومت په مرسته د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!
د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راوليږئ.
په دغه اونۍ کې کلتوري او هنري پروګرامونه د اټن سره هم په نظر کې نيول شوی دی.
که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:
په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل
AFGHANIC.e.V. / Dr.Yahya Wardak
Justus-von-Liebig-Str 24, 53121 Bonn
Tel 0228 - 409 76 30,Fax 0228 - 409 76 32
Mobile 0174 741 73 06
دا برېښلیک پته د چټیاتو څخه ساتل کېږي. ته د دې د کتلو لپاره د جاواسکرېپټ فعالولو ته اړتیا لرې
















